د ۲۰۲۶م کال لپاره د چين د بېدو لارښوونکو سپوږمکيو سيسټم د صنعتي پرمختګ سپين کتاب په دې وروستيو کې خپور شو.
په نوموړي کتاب کې راغلي معلومات ښيي، چې په تېر ۲۰۲۵م کال کې د چين د بېدو سيسټم عمومي صنعتي ارزښت ۱۳۳۲ ميليارډ او ۳۰۰ ميليون يوانو ته رسېدلی دی. د نقشې او لارښوونکو چارو سکټور د بېدو سپوږمکيو سيسټم د صنعت بنسټيزه برخه ده او ارزښت يې ۶۲۹ ميليارد يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴م کال په پرتله ۹ اعشاريه ۲۴ سلنه زياتوالی او د پرمختګ قوي ځواک او د زياتوالي لوی پټ توان ښيي.




































