د چين د انسان وړونکي هوايي چارو د پروژې دفتر خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۶م کال د مې د ۲۴مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۸ دقيقو يې د CZ-2F باروړونکي راکټ په وسیله د شن جو ۲۳م نمبر انسان وړونکي بېړۍ فضا ته توغولې ده.
خبر وايي، چې ياده بېړۍ د چين د جيو چوان سپوږمکۍ له توغونکي ډګر څخه فضا ته په برياليتوب توغول شوې ده.
دغه فضايي بېړۍ له توغولو ۱۰ دقیقې وروسته له راکټ څخه جلا شوې او ټاکلي فضايي مدار ته ننوتلې ده.
د فضانوردانو حالت ښه ښودل شوی او د توغولو دنده هم بريالۍ شوې ده.




































