د سربیا ولسمشر الېکسندر وچیچي د مې په ۲۴مې نېټې د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په رسمي بلنې په پنځه ورځني سفر بېجينګ ته تللی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د مې په ۲۶مې نېټې رسنیو ته ویلي، چې د ولسمشر وچیچي د سفر اجنډا ډېره موثره ده او ښې لاسته راوړنې به ولري.
د نوموړي دغه سفر د چین او سربیا د لوړ سیاسي باور، د باکیفیته اغېزمنې همکارۍ، د لوړې سویې اړیکو او څواړخیزې همغږۍ څرګندویي کوي، د دواړو هېوادونو هراړخیزو ستراتيژیکو همکاريو ته به نوی حیاتي ځواک برابر کړي او په نوې زمانې کې به د چین او سربیا د ګډ برخلیک ټولنې جوړونه وهڅوي.




































