د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د جون په لومړۍ نېټې د يوې نوبتي خبري ناستې مشري کړې ده.
لين جيان يادې ناستې ته ويلي، چين د بېلا بېلو خواوو په ملاتړ په مې مياشتې کې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نوبتي رئيس کارونه په بشپړه توګه پای ته رسولي دي.
نوموړي ويلي، چين په تېرې يوې مياشتې کې په مسئولانه او مثبتې رويې د امنيت شورا له غړيو هېوادونو سره يو ځای مهمو موضوعاتو ته پاملرنه کړې، د واقعي فعاليتونو لپاره يې هڅې کړي او د ملګرو ملتونو د منشور دندې يې پلې کړې دي.
لين جيان، امنيت شورا د چين په مشرۍ د فلسطين او اسرائيل، ايران او اوکراين په شمول تودې مسئلې تر سنجش لاندې نيولې دي او په خبره يې، چين به د امنيت شورا د دايمي غړي په توګه له بېلا بېلو خواوو سره يووالی او همکارۍ پياوړې کړي، رښتنی څو اړخيزم به عملی کړي، د ملګرو ملتونو منشور او اصول به وساتي او د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره به مسئوليت پرغاړه واخلي.




































