د لاوس د خلکو د انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دغه هېواد دولت رئیس تونګلون سیسولیت د جون په څلورمې نېټې په یوه رسمي سفر بېجينګ ته تللی دی.
نوموړي د جون په دويمې نېټې د چين له جه جيانګ ولایت څخه لیدنه وکړه او اوس په رسمي سفر د دغه هېواد پلازمېنې بېجينګ ته تللی دی.




































