د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د نشراتي څانګې مرستیال او د چين مېډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د جون په ۵مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې د لاووس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې د بهرنيو اړيکو څانګې له مشر بونلېوا فاندانوونګ سره د همکارۍ يادښت لاسليک کړی. د دې ترڅنګ، چين مېډيا ګروپ په جلا جلا توګه د لاووس له کلتور او سيلانیزو چارو وزارت، تعليم او سپورټ وزارت او له ملي پوهنتون سره همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.
ياد تړونونه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او د لاووس د خلکو انقلابي ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس تونګلون سیسولیت په حضور کې لاسليک شوي دي.
د يادو تړونونو له مخې، چين مېډيا ګروپ به له يادو سازمانونو سره د خپرونو د جوړولو، د فلمونو د تبادلې، د فعاليتونو د جوړولو او د وګړو د تګ راتګ په برخو کې همکارۍ تر سره کړې، څو په نوې زمانه کې د چين او لاووس د هر فصل د ګډ برخليک ټولنې د جوړونې لپاره هڅه وکړي.



































