د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمن يې پنګ لي يوان د جون د ۹مې نېټې په سهار د درناوي د څرګندولو لپاره د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دوستۍ څلې ته تللي دي.
د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند عمومي منشي او د دولتي شورا مشر کيم جونګ اون او مېرمن يې ژي سول جو هم له شي جين پينګ او مېرمن پنګ لي یوان سره ياد څلي ته په ورتګ کې ملګرتيا کړې ده.

شي جين پينګ او کيم جونګ اون رسنيو ته ويلي، چې چين او ډيموکراتيکې کوريا د تېرې پېړۍ په پنځمه لسيزه کې د دښمن پر وړاندې جنګ کړی او دا تاريخ يې نه هېرېدونکی بللی دی.
دواړو مشرانو ويلي، چين او ډيموکراتيکه کوريا به د اتلانو د ياد تجهيزات خوندي وساتي او د انقلابي دود ځانګړتيا لرونکې تعليمي چارې او د ځوانانو د افکارو او اخلاقو روزنيزې چارې به ښې ترسره کړي او د امريکا د تېري ضد له ډيموکراتيکې کوریا څخه د چين د ملاتړ جګړې روحيه او د چين او ډيموکراتيکې کوريا ترمنځ دوديزه دوستي به نوره هم پراخه کړي.




































