د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او د هغه مېرمنې پنګ لي يوان د جون د ۸مې نېټې په شپه د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون او د هغه د مېرمنې ژي سول جو سره يو ځای په پينګيونګ سپورټي ډګر کې ځانګړې هنري ننداره وکتله.

د جون د ۸مې نېټې د شپې په شاوخوا ۹ بجو، شي جين پينګ او کيم جونګ اون او د دوی مېرمنې په ګډه ياد سپورټي ډګر ته ولاړل او نندارچيانو او د ډګر کارکوونکو ورته په ډېر درناوي هرکلی ووایه.

يادې نندارې کې د چين او ډيموکراتيکې کوريا د خلکو دوستي انعکاس شوې ده.




































