د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او مېرمنې يې پنګ لي يوان د جون د ۹مې نېټې په غرمه د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د عمومي منشي او د دولتي شورا رئيس کيم جونګ اون او د ده د مېرمنې ري سول جون په مېلمستيا کې ګډون وکړ.
دواړو مشرانو د مېلمستيا په ترڅ کې د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دوديزې دوستۍ د دوام او پراختيا په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.
شي جين پينګ د دغه سفر په اړه د کيم جونګ اون د هراړخيزو ترتيباتو مننه کړې او ويلي يې دي، چې له هغه سره يې په نوې زمانې کې د چين او ډيموکراتيکې کوريا د اړيکو د پرمختګ په اړه مهمې هوکړې او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتنې په اړه يې ورسره د نظريو تبادلې کړي دي.
شي جين پينګ د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم لا ژور او هراړخيز او د راتلونکي پرمختګ لوری روښانه بللی دی.





































