د اسيا، اروپا، افريقا او شمالي امريکا څه باندې دوه سوه کارپوهان او ټولنيز شخصيتونه د جون له نهمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د يونان په پلازمېنې اتن کې راغونډ شوي وو.
دوی د کلاسیکو مطالعاتو په دويمې نړيوالې غونډې کې ګډون او د کلاسيک تمدن د زمانې د ارزښت او د کلاسيکې پوهې د څېړنې پر راتلونکي پرمختيايي لوري بحثونه کړي دي.
دغې غونډې د نړيوالې کلاسيکې پوهې څېړنې ته نوی حياتي ځواک ورکړی او هم يې د نړيوالو علمي همکاریو او تمدني تبادلو او زده کړو د پرمخبېولو لپاره ښه زمینه برابره کړې ده.
دغې غونډې د کلاسيکې پوهې د مفهوم د پرمختګ پر بنسټ د همدې پوهې او حقيقت ترمنځ پر اړيکو تمرکز درلود او دغه غونډه ” د لرغوني او اوسني وخت خبرې: د کلاسيکې پوهې عصري الهام“ په سرليک ترسره شوه، چې پکې د کلاسيکې پوهې د مفهوم د پرمختګ پر بنسټ د دې پوهې او حقيقت ترمنځ پر اړيکو تمرکز شوی دی.
یاده غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې نړيواله ټولنه د جيوپوليټيکي شخړو، اقليمي بدلون، تخنيکي اخلاقو او ټولنيز مديريت په شمول له ګڼو ننګونو سره مخ ده.
د غونډې ګډونوالو د پوهې او اخلاق، د ټولنيز اخلاق د پرمختګ، د نړيوال سوله ييز نظم او د ډيجيټلي ځيرکتيا په زمانې کې د کلتوري روحيې په شمول پر څو موضوعاتو ژور بحثونه کړي دي.
ځينې يې پر دې اند دي، د چينايي تمدن هغه کلتوري مفکوره، چې هېوادونه د بېلا بېلو نظرونو په لرلو سره په همغږۍ او سوله کې ګډ ژوند کولی شي او د لرغوني یونان د اخلاق، دوستۍ او عامه ژوند د فلسفې فکرونه د ټولنیز نظم، د ګډ برخليک او نيکمرغه ژوند په اړه د انسانانو د اوږدمهاله کوښښ ښکارندويي کوي.
د زمانې د بدلونونو پر وړاندې د کلاسيک تمدن کلتوري روحيه، د سولې افکار او مدريتي پوهه ډېر اهميت لري.
د کلاسيک تمدن د مطالعاتو او د تمدنونو د تبادلې او زده کړو لا پياوړتيا نه يوازې د انساني تمدنونو پر پرمختيايي اصولو د پوهېدو لپاره ګټوره ده، بلکې د اوسنۍ زمانې د ستونزو د لرې کولو لپاره فکري الهام هم برابرولی شي.
د غونډې ګډونوالو د جون په لسمې نېټې يو ګډ وړانديز ” د کلاسيکې پوهې په رڼا کې د انسانانو د پرمختیايي لارې پيدا کول“ کړی او دا د همدې غونډې يوه مهمه لاسته راوړنه هم بلل کېږي.
دغه وړانديز د اخلاقي ابادۍ، دوستانه روحيې، نړیوال نظم او کلتوري پالنې په شمول څلور برخې لري، چې له مخې يې د کلاسيکې پوهې اخلاقي ځواک او دوستانه روحيه مهمه بلل شوې او پر عدالت او متقابل درناوي ټينګار او د ډيجيټلي ځيرکتيا په زمانې کې د کلتوري روحيې پرمختګ ياد شوي دي.
دغه وړانديز د زمانې د هغه اهميت ښکارندويي کوي، چې کلاسيکو مطالعاتو کې له تاريخي توضيحاتو څخه د ژوند ستونزو ته پام اړول شوی دی.
د چين د کلاسيک تمدن څېړنيز مرکز د يادې غونډې په درشل کې، د نړيوالو کارپوهانو د څېړنې او تبادلې پروګرام هم جوړ کړی دی.
دغه پروګرام د اتن د څېړنيز ډګر له لارې د نړيوالو پوهانو لپاره دی، چې په عمده توګه د کلاسيک تمدن او نورو تمدنونو د مطالعاتو، تبادلې او همکاريو پر پرمختګ تمرکز لري او موخه يې د اوږدمهاله علمي همکاريز ميکانيزم جوړول دي.
کارپوهان ياده غونډه د بېلا بېلو تمدنونو ترمنځ د متقابل پوهاوي او له نړيوالو ننګونو سره د مقابلې نړيوال همکاريز ډګر بولي.
د يونيسکو عمومي مدير اناني غونډې ته په وېډيوي وينا کې د پوهې، عدالت، مسؤليت، سولې او ګډ ژوند په شمول څو موضوعات د اوسنۍ نړۍ لپاره ډېر مهم بللي دي.
د کلاسيکو افکارو کې د مسؤليت، ډيالوګ او انسانانو ته د درناوي فکرونه د تمدني تبادلې او نړيوالو همکاريو د پرمخبېولو لپاره د ملګرو ملتونو د يونيسکو له موخې سره سمون لري.
د مصر د کلتوري ميراثونو د لوړ پوړې کمېټې سرمنشي شيرام راسي ياده غونډه د څېړونکو ترمنځ د تبادلې ډګر بللی او ويلي يې دي، چې دغه غونډه د يوې منطقي او مينې او هوساينې ډکې نړۍ د ابادۍ موخه لري.





































