د چين د ملي ولسي کانګرېس د دایمي کمېټې مشر جاو له جي د جون په ۱۱مه نېټه د جاپان د نړیوالې سوداګرۍ د ترویج ټولنې د رئیس او د دغه هېواد د عوامو مجلس د پخواني مشر يوهي کونو د مړينې له امله د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ پیغام لېږلی دی.
جاو له جي په پيغام کې ښاغلی يوهي کونو یو لوړ پوړی جاپانی سیاستوال او د چینايانو ملګری ياد کړی او ويلي يې دي، چې هغه د چین او جاپان د دوستۍ لپاره اوږمهاله هڅې کړې دي.
ښاغلي يوهي کونو په ۱۹۹۳م کال کې د جاپان د وخت کابېنې د مشر وزیر په توګه د جاپاني ځواکونو لخوا د اړ شويو جنسي غلامانو په اړه څرګندونې وکړې او د دې مسئلې پر حل یې تر اوسه پراخه فعاله اغېزه لري.




































