مصنوعي ځيرکتيا (AI) د چين د اکمالاتي ځنځير په څلورم نړيوال ننداتون کې ځانګړې برخه وه، چې د ډېرو پاملرنه يې راجلب کړې وه.
د دغه نندارتون په ډېرو ځایونو کې مجسم روبوټونه ليدل کېدل او مخکښو چين او بهرنيو شرکتونو پکې د منصوعي ځيرکتيا لاسته راوړنې پکې نندارې ته وړاندې کړې وه.
دغه نندارتون د بهرنيو پانګونو لپاره د چين د نوښتونو په لړ کې يو مهم پلېټ فارم ګرځېدلی او د لومړی ځل لپاره پکې د مصنوعي ځيرکتيا ځانګړې برخه هم جوړه شوې وه.
په چين کې د امريکا د پروکټر اينډ ګيمبل (P&G) شرکت د اکمالاتي ځنځير مشر يانګ يوان رسنيو ته ويلي، چې چين د اټوماټيک کېدو او د مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې خورا مخکښ دی او په خبره یې، د دوی شرکت به په راتلونکی کې په مصنوعي ځيرکتيا او اتوماټيکي چارو ته ډېره پاملرنه وکړي او د خپل اکمالاتي ځنځير فعاليت به لوړ کړي.






































