افغان هوایي ځواکونو تېره شپه د بلوچستان د پشين ضلعې د سرانانو په ساحه کې د داعش په ګډ مرکز هوایي بریدونه کړي دي. بلخوا د خيبرپښتونخوا په قمبرخيلو ساحه کې د داعش په يو مرکز او د چترال شاه سلیم درې اړوند ګرم چشمو سيمه کې د داعش په يو بل ګډ مرکز د افغانستان د هوايي ځواک له لوري بريدونه شوي دي. دفاع وزارت وايي، چې له دغو مراکزو څخه په افغانستان کې د تخريبي کړنو او بریدونو لپاره ګټه اخیستل کېده او د هغو بمبارونو د کوردینات د مرکز په توګه کارېدل چې په افغانستان کې ملکي خلک په کې هدف وګرځیدل. د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريدونو کې د داعش او د دوی ملاتړو ته درانه ځاني تلفات او مالي زيانونه اوښتي او ملکي زیان نه لري.






































