د «اپکس امانت» په نوم د وړو مالي تمویلونو مؤسسې، د افغانستان بانک او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د جوازونو له ترلاسه کولو وروسته، د اسلامي مالي خدمتونو او پورونو د وړاندې کولو په برخه کې په رسمي ډول خپل فعالیت پیل کړ. د مالوماتو له مخې په کابل کې د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي امارت، مالي او بانکي بنسټونو، خصوصي سکټور، پراختیایي شریکانو او متشبثینو استازو ګډون کړی و. د مؤسسې رئیس حبیبالرحمن ویلي، موخه یې دا ده چې افغان کورنیو، متشبثینو او کسبګرو ته د لاسرسي وړ او له شریعت سره سم مالي خدمتونه وړاندې کړي. نوموړي ټینګار کړی چې «اپکس امانت» به خپل فعالیتونه د امانتدارۍ، روڼتیا، حساب ورکونې او صداقت پر بنسټ پر مخ وړي او ټول نافذ قوانین، مقررات او شرعي معیارونه به په پام کې نیسي.






































