د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي له نړیوالو روغتیايي شریکانو غوښتي، چې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، په ولسوالیو کې د عامه روغتونونو د جوړولو، د سرطان او زړه ناروغیو د درملنې پروژو او لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د رسولو په برخه کې همکاري وکړي.د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې جلالي د روغتیا نړیوال سازمان په مشرۍ له یوه لوړپوړي پلاوي سره په لیدنه کې د پولیو پر وړاندې د مبارزې او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. نوموړي د غونډې پر مهال د مطرح شویو موضوعاتو پر عملي کېدو ټینګار کړی، او د وزارت په وینا، نړیوالو روغتیايي شریکانو هم په یادو برخو کې د خپلو همکاریو د دوام او پراختیا لپاره چمتووالی څرګند کړی دی.






































