د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجهیوف په مشرۍ یو لوړپوړی اقتصادي او سوداګریز پلاوی، د ۱۷۰ سوداګرو او پانګهوالو په ملتیا، نن کابل ته راځي. ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د ا.ا له لوړپوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګهونې خونې له مسوولینو سره وګوري. پلاوی به د خصوصي سکټور په سوداګریز کنفرانس کې هم ګډون وکړي او تمه ده چې د همکارۍ او پانګونې څو تړونونه لاسلیک شي. همداراز، سبا د یکشنبې په ورځ به د ازبکستان د فرغانې ولایت والي هم د ۱۳۰ کسیز اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کوي.





























