د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د سپتمبر په ۷مه نېټه يوې نوبتي خبري ناستې ته په وروستيو ورځو کې د شيځانګ کورواکې سيمې په جيلونګ ولسوالۍ کې د ځمکې ښويېدنې په مصيبت ځپلو سيمو کې د بهرنيو خبري رسنيو د خبريالانو د مرکې حالت په هکله معلومات ورکړل.
ماو نينګ وويل، نړيوالې خبري رسنۍ يادې طبيعي پيښو ته جدي پاملرنه کوي او هېله لري چې په مصيبت ځپلو سيمو کې مرکې وکړي او راپورونه خپاره کړي. د شپې او ورځې له هڅو وروسته مصيبت ځپلو سيمو ته د تګ لاره په ابتدائي ډول هواره او بيا خلاص شوه، د اتو بهرنيو خبري رسنيو خبريالان د چيني لوري په بلنې مرکزي مصيبت ځپلې سيمې ته ننوتلي او د مصيبتونو د حالت، د ژغورنې او د بيا رغونې معلومات يې تر لاسه کړي او د شيځانګ کورواکې سيمې په مطبوعاتي غونډې کې يې ګډون کړی. چين به په دوامداره توګه په مصيبت ځپلو سيمو کې د ژغورنې او د مصيبت ځپلو خلکو د ژوند د ترتيب کولو کارونه تر سره کړي، پر وخت به د مصيبت او ژغورنې په هکله تازه معلومات خپاره کړي.































