د چین د تولیدي توکو د سږنيو صادراتو په نوملړ کې ډېر نوي او بېلا بېل توکي را څرګند شوي دي.
روبوټونه، مصنوعي ځيرکتيا او نوښتګر درمل د راتلونکي صنعت استازي ګڼل کېږي او دا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د چین د بهرنۍ سوداګرۍ نوې پیژندل شوې وسیلې ګرځېدلې دي.
د اوپن روټر(OpenRouter) معلومات ښيي، د سږکال د جولای په درېیمه اوونۍ کې، په چین کې د لویې کچې مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو د اونیزې کارونې ونډه ۳۶ اعشاریه ۱۱ ټریلیونو ټوکنونو(Token) ته رسېدلې، چې دا د تېرې میاشتې د درېیمې اوونۍ په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی لري او له مسلسلو ۱۲ اوونیو راهيسې يې لومړی نړيوال مقام خپل کړی دی.
یاده شمېره د چین د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ عمومي حالت نه شي ښودلی، خو د نړۍ د ۱۴۱ هېوادونو او سیمو د هغو محصولاتو د غوښتنو، چې چیني تصديو ته یې د جوړونې سپارښتنې ورکړي، د چین د مصنوعي ځیرکتیا د ونډې انعکس دی.
د روان کال په لومړۍ نیمایي کې، د چين د پاکوونکو او ځيرکو روبوټونو صادراتي ارزښت ۱۸ ميلیارډو ۹۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی او د صنعتي روبوټونو صادراتي ارزښت يې ۶ ميلیارډو او ۲۹۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۸ اعشاریه ۶ سلنه زیاتوالی ښيي او د نړۍ ۱۴۱ هېوادونو او سیمو ته یې صادر کړي دي.
په همدې مودې کې، د چين د جراحي روبوټونو صادراتي ارزښت ۴۸۰ میلیونو یوانو ته رسېدلی، چې دا بیا د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۳ اعشاریه ۳ ځله زیاتوالی ښيي او د صادراتي بازارونو شمېر يې له ۲۳ څخه ۴۹ ته پورته شوی دی.
اوسمهال چیني روبوټونه په نړۍ کې ښه بازار لري او مشتریانو ته په خدمتونو بوخت دي او په ورته وخت کې د چین نوښتګر درمل به د نړیوالې سیالۍ چوکاټ بیا جوړ کړي.
په همدې خت کې بهرنیو مشتریانو د صلاحیت ورکولو سوداګري هم د پام وړ ده. د روان کال په لومړۍ نیمایي کې په دې برخه کې عمومي سوداګریز ارزښت شاوخوا ۱۱۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدغو توکو د ټول ارزښت ۸۰ سلنه نیسي او د معاملو ساحې یې د سرطان او اعمابو په ګډون د۱۰ ساحو ناروغیو په درملنې پسې تړاو لري. متشریان یې د امریکا، برېتانیا او فرانسې په ګډون په ۲۰ هېوادونو او سیمو کې اوسیدونکي دي.
د چین نوښتګر درمل د نړۍ په ورته درملو کې شاوخوا ۳۰ سلنه نیسي او په نړیواله کچه يې دوهم ځای خپل کړی دی.
چين څو لسیزې مخکې بهرنيو هېوادونو ته جامې، فرنیچر او د کور برقي وسایل صادرول، خو نن نړۍ ته روبوټونه، مصنوعي ځیرکتیا او نوښتګر درمل برابروي.
دا يوازې توکي نه دي، چې بهرنیو هېوادونو ته صادرېږي، بلکې دا د ستونزو د هواري او د انسانانو پالنې په برخه کې د چین د توان څرګندويي هم کوي.





























