د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له پرله پسې غوښتنو او نیوکو وروسته، پرون حکومت د سولې د مذاکراتي ټیم د جوړولو لپاره لومړنی ګام واخیست. حکومت د مصالحې ملي شورا جوړه کړه چې پرون یې لومړنۍ غونډه وه. په دې شورا کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، استاد سیاف، اسماعیل خان، نورو سیاسي او جهادي مشرانو، د مدني ټولنې ځینو استازو، دیني عالمانو، مېرمنو او ځینو حکومتي مشرانو ګډون کړی و. اجرایه رییس ډاکټر عبدالله له هېواده بهر و او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د غونډې پر ترکیب او ګډونوالو د اعتراض له امله غونډې ته نه و، ورغلی. د مصالحې په ملي شورا کې چې لومړۍ غونډه یې پرون وشوه، د قطر د غونډې پر اجنډا او دې غونډې ته د افغان دولت د یو پلاوي پر ورتګ هم خبرې شوې دي. ویل کېږي چې د مذاکراتي پلاوي پر ټاکلو هم کار روان دی او د تایید لپاره به راتلونکې چهارشنبې د مصالحې ملي شورا ته راوړل شي.
دغه ګام ته د یو پرمختګ په سترګه کتل کېږي، خو لا هم د دې هڅې پر څرنګوالي نیوکې شته. ښکاري چې حکومت نور د امریکا او په ځانګړي ډول د خلیلزاد د غوښتنو پر وړاندې مقاومت نه شي کولی، نو ځکه اړ شو چې یو ګام واخلي. دا یو ښه ګام هم دی او پکار ده چې حکومت د مذاکرې لپاره یو پیاوړی پلاوی ولري. په دغه پلاوي کې باید د ټولو مطرحو سیاسي ګوندونو، ډلو، ځوانانو، ښځو او نورو خلکو استازي وي. له همدې امله اړتیا ده چې د داسې یو پلاوي پر ټاکلو حکومت او له حکومت څخه د باندې سیاسیون سلا او توافق وکړي. اوس چې د مصالحې عالي شورا جوړه شوې ده، دا د یو پیاوړي ټیم د ټاکلو لپاره ښه ګام دی، ځکه چې که دا شورا ټاکل کېدونکی پلاوی تایید کړي، نو تر ډېره به د منلو وړ وي.
څه چې د دې شورا په اړه د اندېښنې وړ دي، هغه دا دي چې ځینې مهم شخصیتونه او ګوندونه پکې نه وو، خو ځینې خورا کمزوري ګوندونه او نامطرح شخصیتونه پکې وو. د دې لامل دا دی چې حکومت پلوي سیاستوال او ډلې غټې ښودل کېږي او دا چاره د دې شورا سترې دندې ته زیان اړوي. له بله اړخه د شورا په لومړۍ غونډه کې هم اختلاف او پر ځینو مسایلو توافق نه دی شوی. د ولسمشر پرونۍ خبرې هم داسې وې چې د ځینو کسانو پر وړاندې به د خنډ جوړولو په موخه ترې استفاده وشي. نوموړي وویل چې په پلاوي کې به داسې کسان نه ټاکل کېږي، چې د تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو او نظام ضد خبرې کوي او د ولسواکۍ ضد وي. اوس به دا څوک ثابتوي چې څوک په دې کټګورۍ کې راځي، ځکه حکومت خپلو سیاسي مخالفینو ته د نظام ضد کسان وايي، سوله غوښتونکو ته د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو ضد کسان وايي او هغوی د ولسواکۍ ضد ګڼي، چې د سولې لپاره پر ټاکنو کرښه را وباسي. همدلته ده چې ستونزه پېښېږي. له بله اړخه حکومت هڅه کوي چې ځینې حکومت او حکومت پلوه کسان په پلاوي کې د ځوانانو، ښځو، مدني ټولنې او یا نورو قشرونو د استازو په توګه تېر کړي.
په ټوله کې د مصالحې د عالي شورا جوړول یو ښه ګام دی، خو پکار ده چې حکومت ترې ناوړه ګټه وانه خلي. باید یوه واقعي شورا وي چې د مذاکراتو لپاره بیا یو پیاوړی، هر اړخیز او کارنده ټیم وټاکي او دغه ټیم د سولې له روانې پروسې سره مرسته وکړي.