د نورستان ولایت د برګمټال ولسوالۍ په اوله ګل سیمه کې د تېرې ورځې سختو سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د برګمټال مرستیال ولسوال مولوي امیر خان ویلي، پرون غرمه شاوخوا درې بجې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو ۸۷ استوګنیز کورونه ویجاړ کړي دي. د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې یو جامع جومات، د اوبو ویالې، د برېښنا یوه دستګاه، کرنیزې ځمکې او یو شمېر بندونه هم زیانمن شوي دي. هغه زیاته کړې، چې د سېلابونو له امله درې ماشومان هم ورک دي او د هغوی د موندلو هڅې روانې دي.





























