د ا.ا مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې تېره ورځ، له بېلابېلو لارو ټولټال ۳۸۰ افغان کډوالې کورنۍ، چې شاوخوا ۲ زره او ۳۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له تورخم څخه ۳۱۶ کورنۍ، د سپین بولدک له لارې ۲۹ کورنۍ، د نیمروز له لارې ۱۹ کورنۍ او د اسلامکلا له لارې ۱۶ کورنۍ افغانستان ته داخلې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو او بېرته راستنېدو لړۍ لا هم روانه ده. بلخوا، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرامویلي، چې ډېری راستانه شوي کډوال په افغانستان کې د مناسبې سرپناه، د کار د فرصتونو او لومړنیو خدماتو د محدود لاسرسي له جدي ستونزو سره مخ دي.





























