د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون چوکاټي تړون سکريريت اجرایوي سکرتر سایمن سټیل پدې وروستیو کې د چين ميډيا ګروپ ځانګړې مرکه ومنله. هغه د شمالي کرې په ډېری ځايونو کې د پرله پسې ریکارډ ماتوونکې تودوخې، د ال نینو پديدې(El Niño phenomenon) پیاوړتیا او د نړیوال اقلیمي مديريت پر وړاندې ننګونو په څېر مسئلو په اړه خپل نظرونه څرګند کړي دي.
سربېره پر دې، سټیل بېجینګ او هانکانګ ته هم سفرونه کړي او هلته يې د زرغونې انرژۍ کارول له نژدې ليدلي دي. هغه د دوامدار پرمختګ په برخه کې د چين ژمنو او کړنو لوړه ستاينه وکړه.





























