د انټرنېټي پلټفورم شمېرې ښيي، په چين کې د روان کال د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت له ۸ مليارډه او ۵۰۰ ميليونو يوانو څخه لوړ شوی دی. دغه راز په روان کال کې په چين کې د پلورل شويو فلمي ټکټونو ارزښت له ۲۴ ميليارډه او ۲۰۰ ميليونو يوانو څخه زيات شوی دی.
د روان کال د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې د چين په سينماوو کې د کتونکو شمېر ۲۳۴ ميليونو تنو ته رسېدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶ اعشاريه ۸۵ سلنه زياتوالی ښيي.
برسېره پر دې، د چين د فلمونو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې د تېرې جولای تر پايه په دغه هېواد کې ۳۶۳ نوي سينماوې جوړې شوي، چې پکې نوې ۲۲۱۵ فلمي پردې لګيدلې دي.





























