سویس رې (Swiss Re)، چې د نړۍ د بیاځلې بېمو له لویو شرکتونو څخه دی، د اګست په ۱۱مې نېټې ویلي، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د طبیعي پېښو له امله نړيوال اقتصاد ته ۱۰۰ ميلیارډه ډالره زیان رسیدلی، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۲ ميلیارډه ډالره کمښت ښيي.
یاد شرکت په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د طبیعي پېښو له امله اقتصادي زیانونه د ۲۰۲۵م کال د لومړۍ نیمایي په پرتله ټیټ دي او هم د تېرو ۱۰ کلونو د ورته مودې له منځنۍ کچې څخه ۱۰ سلنه کموالی ښيي.
سویس رې ویلي، د طبیعي پېښو زیانونه ښايي د کال په دویمه نیمایي کې زیات شي او د دې عمده لامل یې له جولای تر نومبر پورې د شمالي اتلانتیک توپاني موسم یاد کړی دی.





























