د ایکولوژۍ او چاپېریال وزارت په شمول د چين څو وزارتونو او حکومتي ادارو په دې وروستيو کې « د ایکولوژۍ د ساتنې لپاره ۱۵م پنځه کلن پلان» په ګډه خپور کړی، چې له مخې به یې تر ۲۰۳۰م کال پورې، د دغه هېواد د ایکولوژۍ فضايي بڼه غوره او ایکولوژیکي کیفیت به یې دوامدار ښه والی ومومي.
چين به د ۱۵م پنځه کلن پلان په موده کې د ملي ایکولوژیکي امنیت ساتنې سیسټم پر له پسې پياوړی کړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې به د طبیعي زېرمو ځمکنۍ ساحه له ۱۸ سلنې څخه کمه نه کړي، د خاورې او اوبو د ساتنې کچه به له ۷۴ سلنې څخه زیاته کړي او د ځنګلونو د کرنې د پوښښ کچه به ۲۵ اعشاریه ۸ سلنې ته ورسوي.





























