په کابل کې د امریکا سفارت وايي چې د افغان سولې لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له ولسمشر غني سره کتلي دي. سرچینه وايي، نوموړي په دغه لیدنه کې په راتلونکو اونيو کې په افغانستان کې د روان تاوتريخوالي پر کمولو ټينګار کړى دی. تر دې وړاندې خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي وو، چې امریکا د افغانانو له وژلو ستړې شوې او افغانان هم باید یو د بل له وژلو ستړي شوي وي. ویل کېږي چې خلیلزاد دا خبره په ارګ کې له ولسمشر غني او سیاسي مشرانو سره په ګډه غونډه کې هم کړې وه.
د سولې خبرې روانې دي، ستونزې به وي، توافق به وخت نیسي؛ خو یوه هیله چې خلک یې لري او باید عملي شي، هغه دا ده چې روان تاوتریخوالی باید کم شي. د خلکو تمه خو ان دا ده چې اوربند دې وشي او تاوتریخوالی دې پوره ودرول شي، خو که دا نه کېږي، لږ تر لږه تاوتریخوالی باید کم شي. له بده مرغه د سولې له خبرو سره نه یوازې تاوتریخوالی کم شوی نه دی، بلکې زیات شوی هم دی. که څه هم طالبانو په ښارونو کې ځانمرګي بریدونه او چاودنې کمې کړې دي او د پخوا په شان بریدونه نه کوي، خو په دې وروستیو کې یې بیا په ځینو ولسوالیو کې خونړي بریدونه کړي دي. حکومت بیا د سولې له خبرو سره هممهاله شپنیو عملیاتو او بریدونو ته زور ورکړی دی او هره ورځ د لسګونو طالبانو د وژلو ادعا کوي. دغه راز په دغو بریدونو کې نږدې هره شپه ملکي وګړي هم وژل کېږي، چې په همدا تېرو دوو ورځو کې په وردګو، لوګر او ننګرهار کې ډېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي. له بله اړخه طالبانو لا د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان نه دی کړی، خو حکومت د خالد په نامه د عملیاتو د پیل اعلان کړی دی. وېره ده چې طالبان به هم پسرلني عملیات اعلان کړي او په دې سره به جګړه لا زیاته شي.
د جګړې او وژنو شدت نه یوازې د خلکو د هیلو خلاف دی، بلکې د سولې پر روانه پروسه هم منفي اغېز کوي. هغوی چې فکر کوي د جګړې په شدت سره به پر مقابل اړخ فشار راوړي او په دې ډول به په سوله کې زیات امتیاز تر لاسه کړي، تېروتنه کوي؛ ځکه چې په تېرو اتلسو کلونو کې د دواړو لورو فشار او زور معلوم شوی دی. دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره له خپله اړخه ګامونه واخلي. کله چې امریکایان وايي، دوی د افغانانو له وژلو ستړي شوي او کله چې ټرمپ روانه جګړه مسخره ګڼي، نو حکومت ته هېڅ دلیل نه پاتې کېږي چې پر جګړه ټینګار وکړي. که حکومت پر جګړه ټینګار کوي او امریکا رښتیا سوله کوي، نو د دې شونتیا هم شته چې امریکا له امنیتي ځواکونو سره د جګړې د شدت له امله همکاري بنده کړي. وسله وال طالبان هم که سوله کوي او په دې چاره کې جدي وي، نو پکار ده چې له خپله اړخه نرمي وښيي. دوی باید یرغلیز حالت پرېږدي او پکار ده چې وښيي، دوی په سوله کې جدي دي او غواړي چې روانه جګړه ختمه شي. امریکا او بیا په ځانګړي ډول خلیلزاد باید د امریکا له اړخه د جګړې د شدت کمولو لپاره هم هڅه وکړي او له طالبانو او حکومت څخه هم په جدیت سره د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه وکړي.