د جاپان څو رسنیو د اګست په ۱۶مې نېټې په راپورونو او تبصرو کې د دغه هېواد پر حکومت نيوکې کړي، چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د جاپان د بې شرطه تسلیمېدو د ۸۱مې کلیزې په یادغونډه کې یې خپلې تاریخي تېروتنې له پامه غورځولي او د جګړې مسئولیت ته یې سپکاوی کړی دی.
د جاپان لومړۍ وزیرې تاکایچي سانای د اګست په ۱۵مې نېټې د قربانیانو د یادونې په مراسمو کې پر ګاونډیو هېوادونو د جاپان د تېري او ناورین هېڅ يادونه نه ده کړې او د د تېري په اړه یې هېڅ بښنه نه ده غوښتې او ان په خپلو خبرو کې يې تاریخ ته هم هیڅ اشاره نه ده کړې.
مېنچي شیمبون په یوې تبصرې کې ویلي، که د جاپان حکومت له جګړې درس او عبرت وا نخلي، نو د دغه هېواد سوله ییز باور ته به سخت زیان ورسېږي.
د جاپان د دفاع وزیر کیوزومي شینجرو په شمول څو جګپوړي چارواکي په همدې ورځ یاسوکوني لانجمن معبد ته تللي دي.
اساهي شیمبون په يوې تبصرې کې لیکلي، یاسوکوني لانجمن معبد په پوځیتوب پسې نږدې تړاو لري.
په تبصره کې خبرداری ورکړل شوی، چې کيوزومي شینجرو د جاپان د دفاع وزیر په توګه دغه معبد ته د ورتګ عمل ښايي د دغه هېواد سوله ییز اصل او د اساسي قانون سیسټم ویجاړ کړي او هم به له چین او کوریا جمهوریت سره د دغه هېواد اړیکو ته سخت زیانونه ورسوي.





























