د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون وايي، چې په دغه ولایت کې د زمردو په نننۍ داوطلبۍ کې ۳۸۴۲ قیراطه زمرد د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي. هغه ویلي، په دې داوطلبۍ کې له سلو څخه ډېرو پنجشیري ځوانانو ګډون کړی و، چې یو شمېر یې په دې وروستیو کې د زمردو پېر او پلور ته مخه کړې ده. د پنجشېر د والي ویاند وايي، د زمردو د داوطلبیو ترسره کول، د عوایدو په رامنځته کولو سربېره، سوداګرو ته د پنجشېر له طبیعي ظرفیتونو سره د بلدتیا او په دغه ولایت کې د سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا زمینه هم برابروي.





























