د چين دولت رئیس شي جين پينګ د اګست په ۲۴مې نېټې د بنګلادېش نوي ولسمشر ميرزا فخر الاسلام عالم ګير ته د ولسمشرۍ د ماموریت د پیل په پار د مبارکۍ پيغام لېږلی دی.
نوموړي په پیغام کې چين او بنګلادېش دوديز او دوست ګاونډي هېوادونه ياد کړي او ويلي یې دي، چې دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو له ټينګېدو راهیسې تل د متقابل درناوي او مساواتو پر بنسټ یو له بل سره چلند کړی، د خپلو اساسي ګټو او مهمو اندېښنو په اړه يې يو د بل ملاتړ کړی او د عصري کېدو پر خپلو لارو يې يو بل ته لاسونه ورکړي او اړيکې يې د بدلېدونکي نړيوال وضعيت له ازموينې څخه وتلې دي.
شي جين پينګ ويلي، چې هغه د چين او بنګلادېش د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له ولسمشر عالم ګیر سره به په ګډو هڅو د دواړو هېوادونونو دوديزې دوستۍ ته دوام ورکړي او خپلمنځي ستراتېژيکې تبادلې به ورسره پياوړې کړي، د کمربند او لارې باکيفيته پرمختګ ته به وده ورکړي، په بېلا بېلو برخو کې به ورسره همکارۍ ژورې کړي او په نوې زمانې کې د چين او بنګلادېش د ګډ برخليک ټولنې د ژورې او اغېزمنې ابادۍ مشري به وکړي، چې دا به د دواړو هېوادونو خلکو ته زیاتې ګټې ورسوي.





























