چارواکو منلې چې افغان ځواکونو په ګرېشک ولسوالۍ کې شپني عملیات کړي، د یوې ښځې په ګډون یې دوه تنه وژلي او شپږ نور یې له ځان سره وړي چې دوې ښځې هم پکې دي. عملیات د ګرېشک په باوړۍ سیمه کې پر یوه کلینیک شوي چې د مېرمنو درملنه پکې کېده. د هلمند والي بیا پر خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه عملیات د القاعده د غړو پر ضد شوي او دغو ځواکونو دوې ښځې هم له القاعده سره د تړاو له امله وړې دي. عملیاتو ځايي خلک غوسه کړي او پرله پسې لاریونونه کوي. یوازې ځايي خلک نه دي، بلکې دې پېښې ټول افغانان غوسه کړي او دا کار د اسلامي اصولو او افغاني ارزښتونو او دودونو خلاف عمل ګڼي.
لا معلومه نه ده چې دا عملیات په مشخص ډول چا کړي دي. د افغان ځواکونو یادونه کېږي، خو نه ویل کېږي چې ملي امنیت، ملي اردو، پولیسو او که صفر یک یا بلې قطعې کړې دي. داسې هم ویل کېږي چې دا عملیات ګډو ځواکونو کړي دي، خو حکومت د تل په څېر بهرنیان له دې پېښې وباسي او پړه یې یوازې افغان ځواکونو ته متوجه کوي.
دا عملیات چې هر چا کړي دي د افغانیت او اسلامیت ضد عمل دی. افغانان چې همدلته لوی شوي وي او د دې وطن ارزښتونه او دودونه ور معلوم وي، داسې احمقانه او جاهلانه کار نه کوي. اوس استدلال دا دی چې دا ګواکې د القاعده د غړو ښځې وې، یا دا ښځې مجرمې وې او یا دا ښځې د دولت وسله والې مخالفینې وې. که دا ډول ادعاوې سمې هم وي، بیا هم دا یو ناسم او د افغاني دود او ارزښتونو ضد عمل دی. که څه هم اوس حکومتي چارواکي وايي چې ښځې به په باعزته ډول خوشې شي، خو په دې سره ستونزه نه ختمېږي، بلکې باید پیدا شي چې دا بې عزته کار چا او ولې کړی دی. په دغه ډول پېښو سره د افغاني ځواکونو او افغان دولت حیثیت په ځمکه غورځيږي. دا په حقیقت کې د افغان امنیتي ځواکونو د سپکولو او ذلیلولو یوه هڅه ده. خلک پوهېږي چې دا کار به یا بهرنیانو کړی وي او یا به هم هغو کړیو کړی وي چې د بهرنیانو تر مستقیم امر او هدایت لاندې دي او د هغوی په خوښه او اجازه هر ډول جنایتونه کولی شي.
په دې وروستیو کې د ملکي وګړو د وژنې ترڅنګ نور داسې کارونه هم روان دي چې نه یوازې د سولې ضد کړنې دي، بلکې د جګړې پر اور د تېلو پاشل دي. هره شپه عملیات کېږي او د خلکو په کورونو بریدونه او چاپې دي. یو طرف ته د سولې خبرې او بل طرف ته دغه ډول وحشتونه نه سره جوړېږي. په دغو کړنو سره حکومت لا هم د سولې ضد او د جګړې غوښتونکی معرفي کېږي. په دغه کار سره به ولسمشر او له لوېدیځه راغلي څو ملګري به یې لا زیات منزوي شي او خلک به اړ کړي چې پر ضد یې ګام واخلي. دوی ته پکار ده چې نور دا ډول حرکتونه بند کړي او د جګړې او وحشت د شدت پر ځای دې د سولې او پخلاینې لپاره هلې ځلې وکړي.