سي جي ټي اېن په دې وروستيو کې په مجازي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې، چې له مخې يې ٪ ۸۷ ګډونوال په دې اند دي، چې چين په نړۍ کې د لوی پېرودونکي او پلورونکي په توګه نړيوالې سوداګرۍ ته ثابت قوي عوامل برابر کړي او هغه تيورۍ، چې ګواکې چين د پرمختيايي هېوادونو لپاره شاک يا فشار دی، بېخي بې اساسه دي.
د سروې ٪ ۸۰.۲ ګډونوال پدې نظر دي، چې د چین ډېری صادرات هغه محصولات دي، چې نور هېوادونه يې نه شي تولیدولی او يا يې تولید ورته ډېر ګران پرېوځي او همدا د کار د نړيوال وېش او پرتليزو برتريو طبیعي پايله ده.
د سروې ٪ ۸۹.۸ ګډونوالو ويلي، چې چين د زياتو هېوادونو لپاره ګڼ شمېر کاري فرصتونه او د ماليې عايد ورته برابر کړي دي.
سي جي ټي اېن دغه سروې په انټرنېټي نړۍ کې د انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو پلاټفورمونو کې خپره کړې او په ۲۴ ساعتونو کې ۸۸۶۴ انټرنېټ کاروونکو پکې ګډون کړی دی.





























