د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، په تېر یوه کال کې له دغه ولایت څخه ۲۹۴ زره ټنه وچه او تازه مېوه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې ده. د دوی په وینا، د دغو صادراتو ټولیز ارزښت ۵۱۹ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بینا وايي، دغه محصولات هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، امریکا، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.





























