د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریبابادي وايي، تهران له عمان سره د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تېرېدو پر ترتیباتو هوکړې ته رسېدلی، خو عملي کېدل یې د امریکا د ژمنو له پوره کولو سره تړلي دي. نوموړي ویلي، امریکا باید خپلو ژمنو ته بېرته وګرځي او هغه اقدامات ترسره کړي چې ایران یې غوښتنه کړې ده. غریبابادي ټینګار کړی چې هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی او هره بېړۍ چې له دې لارې تېرېږي، باید د ایران په همغږۍ او اجازې تېر شي. هغه زیاته کړې چې ایران د امریکا د نوي بندیزونو پر وړاندې د مقابلې بشپړ چمتووالی لري.





























