چين ميډيا ګروپ او د قرغېزستان د ملي ټلويزيون او راډيو د اګست په ۳۰مې نېټې په پلازمېنې بېشکيک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د ۲۰۲۶م کال د کولتوري تبادلې فعاليت ترسره کړی دی.
دغه فعاليت په داسې حال کې ترسره شوی، چې د چين دولت رئیس شي جين پينګ د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶م کال په سرمشريزه کې د ګډون او له قرغېزستان څخه د رسمي ليدنې په موخه بېشکيک ته تللی دی.
د قرغېزستان ولسمشر صدر جاپاروف ياد فعاليت ته د مبارکۍ پيغام لېږلی او د بریاليو چارو هيله يې ورته څرګنده کړې ده.
په دغه فعاليت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د سياست، اقتصاد، فرهنګ او خبري رسنيو په شمول د بېلا بېلو ټولنو د مشهورو کسانو په شمول څه باندې سلو کسانو ګډون کړی و او یو لړ همکاريزې لاسته راوړنې پکې خپرې شوې دي.
د قرغېزستان ولسمشر صدر جاپاروف د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې خبري رسنۍ د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د تفاهم او مالوماتو په لېږدولو کې غوره رول لوبوي.
نوموړي ويلي، دغه فعاليت به د خبري رسنيو د پروګرامونو، د مسلکي تبادلو، د استعدادانو د روزنې د پياوړتيا او د ښو برنامو د جوړولو په شمول ډېرو برخو کې اړوندو خواوو ته انرژي ورکړي او د تاريخ او کولتور او د اوسنيو لاسته راوړنو په هکله به ښه پروګرامونه جوړ کړي.
قرغېزستان به د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د فرهنګ او تمدنونو د تبادلې او د غړيو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستۍ د ټينګښت لپاره هڅې وکړي.
په دغه فعاليت کې د قرغېزستان د ولسمشر مطبوعاتي سکرتر اسکت الاګوزوف، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د مطبوعاتو څانګې مرستيال او د چين ميډيا ګروپ رئيس شن های شيونګ، د قرغېزستان د ملي ټلويزيون او راډيو عمومي مشر ولانبيک سيديف او د بېلاروس، ايران، قزاقستان، پاکستان، ازبکستان او تاجکستان د خبري رسنيو اړوندو مشرانو او د شانګهای همکارۍ سازمان مرستيال سرمنشي پو ليانګ فان هم ګډون او ويناوې کړې دي.
روان کال د شانګهای همکارۍ سازمان د تاسيس ۲۵مه کليزه ده.
شن های شيونګ ياد فورم ته په وينا کې ويلي، شانګهای همکارۍ سازمان له ۲۵ کالونو راهيسې د متقابل اعتماد، متقابلو ګټو، مساواتو، سلامشورو او د متنوعو تمدنونو د درناوي او د ګډ پرمختګ په موخه کار کړی دی.
شانګهای همکارۍ سازمان په نويو نړيوالو اړيکو کې پر څو اړخيزو همکاريو ټينګار لري او په چارو کې د شانګهای روحيه تطبیقوي او دا په نړۍ کې يوازېنی سازمان دی، چې تر نورو ډېر نفوس لري او په خپله لمنه کې يې پراخو سیمو ته ځای ورکړی دی.
چين ميډيا ګروپ د شانګهای روحيه خپروي او تر دې دمه یې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د خبري رسنيو د ګډ پرمختګ او همکاريو ميکانيزم، «کورنۍ» مستند فلم، د ورېښمو لارې د ستوري په نوم د موسيقۍ سيالۍ او يو لړ نور پروګرامونه او فعاليتونه ترسره کړي دي.
چين ميډيا ګروپ به له نورو رسنيو سره «د يووالي او همکارۍ او ګډ پرمختګ»، «د غرونو او سيندونو ګاونډيتوب» او يو لړ نوې لاسته راوړنې شريکې کړي.
نوموړي هيله ښودلي، چې له دغه فعالیت او فرصت څخه په استفادې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو خبري رسنۍ د خپرونو نوې لارې ولټوي، نوښتونه وکړي، خپلمنځي همکاريو ته اهميت ورکړي، کولتوري تبادلو ته زمينه برابره کړي او د شانګهای روحيې په اتکا د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هلې ځلې وکړي.
چين ميډيا ګروپ او د قرغېزستان ملي ټلويزيون او راډيو او د پاکستان ملي ټلويزيون د دغه فعالیت په ترڅ کې «د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د خبري رسنيو ترمنځ د همکارۍ عملي پلان (۲۰۲۶م کال ــ ۲۰۲۷م کال)» خپور کړی دی.
کارپوهان د دغو درې واړو هېوادونو د رسنيو یاد پلان د فعالیت مهمه لاسته راوړنه بولي او پر دې اند دي، چې دغه پلان به د پروګرامونو د ګډې جوړونې او د خلکو ترمنځ د تفاهم د پياوړتيا په شمول ډېرو برخو کې مهم رول ولوبوي او د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډ برخليک ټولنې ابادي به وهڅوي.





























