د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پلاوي په استانبول کې د ترکیې له سوداګریزو مسوولینو سره د سوداګرۍ، پانګونې او ګډو اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د متقابلو سفرونو او ګډو پانګونو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی. هاشمي همداراز ترکي سوداګرو ته د امام ابوحنیفه په پنځم ملي او نړیوال نندارتون کې د ګډون بلنه ورکړې ده. بلخوا، د استانبول د سوداګرۍ خونې مشرتابه د دواړو خونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا لپاره د ګډ هوکړهلیک د لاسلیک وړاندیز کړی دی.





























