د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، د افغانستان په ختیځ کې د تېر کال له ویجاړوونکې زلزلې یو کال وروسته هم سلګونه کورنۍ بېځایه او له سختو شرایطو سره مخ دي. اوچا وایي، زلزلهځپلو کورنیو ته د دایمي سرپناه، لومړنیو خدمتونو او د معیشت د بېرته رغولو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده.





























