د چين د شيځانګ کورواکې سيمې په جيلونګ ولسوالۍ کې د اګست د۲۶ مې نېټې د ځمکې ښويېدنې ناورين لپاره د بېړنۍ ژغورنې د لومړۍ کرښې قومندانۍ خبر ورکړ، چې د سپتمبر د ۴مې نېټې د ماسپښين تر ۶ بجو پورې د دې طبيعي ناورين له امله ۳۱ تنه مړه شوي او ۵۳۱ تنه نور تراوسه ورک دي. د دې تر څنګ ۹۸۷ پاتې توکي هم پيدا شوي دي.






























