د لبنان دولتي خبري اژانس د سپتمبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ، اسرائيل په همدې ورځ د لبنان جنوب پر څو سيمو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه ټپيان دي.
د لبنان دولتي خبري اژانس په همدې ورځ د دغه هېواد د روغتيا وزارت د يوې اعلاميې له مخې خبر ورکړ، اسرائيل په همدې ورځ د لبنان د جنوب پر څو ښارګوټو يو لړ هوايي بريدونه کړي چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۳ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه ټپيان دي. د دې تر څنګ په همدې ورځ دوه تنه د لبنان په جنوب النبطيه ښار کې د موټرسايکل د چلولو پر وخت د اسرائيلو د يو ډرون لخوا په نښه شوي او مړه شوي دي.






























