د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپتمبر په ۴مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د ده ځانګړی استازی سټيو ويتکاف او جرد کوشنر به ژر روسيې او اوکراين ته لاړ شي او دغو دوو هېوادونو ته به د جنګ د پای ته رسېدو يوه لايحه یوسي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سپينې ماڼۍ خبريالانو ته ويلي، د اوکراين بحران بايد حل شي. وګورو چې سټيو ويتکاف او کوشنر به په مسکو او کيف کې څه لاسته راوړنه ولري.
څو خبري رسنيو له دې وړاندې اړوند خبر ورکړی و. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زيلنسکي بيا په يوې ټولنيزې رسنۍ کې ليکلي، ياد دوه تنه به مسکو ته تر سفر وروسته د روانې مياشتې په ۶مه نېټه کيف ته ورسېږي. هغه دا هم وويل، په دې موده کې به اوکراين کوم هوايي بريد ونه کړي، روسيه هم بايد همداسې وکړي.






























