د ماين پاکولو څلورمه نړيواله غونډه د سپتمبر په ۲مه او ۳مه نېټه د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې تر سره شوه چې سرليک يې و، «د ماين پاکولو بشري مرستندويه عملياتو په مټ د ښارونو بيا رغونه او د امنې استوګنې لپاره د وتلي معيار ابادي». په دغه نړيواله غونډه کې د ماين پاکولو بشري مرستندويه عملياتو، د اړوندو ښارونو د بيارغونې، نړيوالې همکارۍ او د مختلفو هېوادونو د عملي تجربو په شمول څو موضوعاتو باندې بحثونه شوي دي.
د چين استازي په ياده غونډه کې ويلي، هېواد يې د ماين پاکولو په اړه نړيوالې همکارۍ او مرستې ته په درنه سترګه ګوري او د نړيوال امنيتي وړانديز د تر سره کولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ د يو مهم ګام په توګه ګڼي. چين تر اوسه څه باندې ۴۰ هېوادونو ته د ماين پاکولو مرستې برابرې کړې دي، ور ته يې له زرو کسانو څخه زيات مسلکي پرسونل روزلی او د کابو ۲ سوه زره مربع مترو ځمکو بيارغونې ته يې مرستې برابرې کړې دي. دغه راز څو ميليونه تنه د ماينونو له ګواښ څخه لرې شوي دي.






























