د چين د غلودانو ۸مه معاملوي غونډه د سپتمبر په ۵مه نېټه د دغه هېواد د هونان ولايت په مرکز چانګشا ښار کې تر سره شوه. په دغه غونډه کې خبر ورکړل شوی چې د چين د غلودانو تصديو کلنی صنعتي ارزښت له ۴ ټريليونو يوانو څخه اوښتی دی.
د چين د غلودانو او توکو ذخيرې ملي ادارې مشر ليو هوان شينګ داسې معلومات ورکړل چې په ټول هېواد کې د غلودانو د تصديو شمېر ۲۴ زرو ته رسېدلی او کلنی صنعتي ارزښت يې له ۴ ټريليونو يوانو زيات شوی دی.
اوس د چين د غلوانو کلنی عمومي توليدي اندازه له ۶۵۰ ميليونو ټنو څخه پورته شوې او په ۲۰۲۴م او ۲۰۲۵م کلونو کې له ۷۰۰ميليونو ټنو اوښتی دی. دغه راز په ۲۰۲۵م کال کې د هر تن پر سر د غلودانو اندازه ۵۰۸.۹ کيلوګرامو ته رسېدلې چې د نړۍ له متوسطې سويې هم زياته ده.































