وسله والو طالبانو بالاخره د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل اعلان وکړ. دې ډلې د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې وسله والو یې د «الفتح» په نوم عملیات پیل کړي او د عملیاتو د تمرکز یوه برخه به یې د افغان ځواکونو له لیکو د کسانو بېلول وي. تر اعلان وروسته د هېواد په ګڼو سیمو کې وسله والو پر افغان ځواکونو او دولتي تاسیساتو باندې بریدونه کړي چې د ننګرهار د شېرازدو ولسوالۍ پر مرکز او د کندوز ښار ته پر څېرمه پوستو بریدونه یې د نورو په پرتله ډېر رسنیز شول.
د سولې د خبرو له تودېدو سره تمه دا وه چې طالبان به د نورو کلونو خلاف سږ کال پسرلني عملیات نه اعلانوي یا لږ تر لږه به یې د دوحې تر غونډې وځنډوي، خو دې ډلې یو ځل بیا د سولې په برخه کې د خلکو د تمې خلاف ګام پورته کړ. طالبانو په خپله اعلامیه کې هڅه کړې چې خپل عملیات د دولت له لوري تر دوی وړاندې د خالد په نوم د عملیاتو په اعلان سره توجیه کړي. د تاوتریخوالي او جګړې دوام که له هر لوري وي د غندلو دی، په ځانګړي ډول په اوس وخت کې چې افغانان له لسیزو جګړو وروسته سولې ته تر بل هر وخت ډېر هیله من شوي دي. د جګړې هر لوری چې پر تاوتریخوالي ټینګار کوي او د خپلو سیاسي اهدافو لپاره افغان وژنه د وسیلې په توګه کاروي، مردود دی.
د سولې له خبرو سره پر یوه وخت پر تاوتریخوالي ټینګار د افغان کړکېچ د سوله ییز حل فرصت کموي. ښکېل اړخونه ښايي په مذاکراتو کې د لازیاتو امتیازاتو لپاره تاوتریخوالي ته زور ورکړي، خو د دغه تشدید بیه افغانان په وینو پرې کوي. دغه کار که دوی ته په مذاکراتو کې د برلاسۍ زمینه برابروي، نو تر څنګ یې هغوی له ولس څخه پردي کوي هم. دې ته له پام پرته چې تاوتریخوالی کوم لوری کوي، پایله یې د سولې د بهیر ننګول دي. دغه کار د افغان ولس د غوښتنې خلاف دی، ځکه ولس د جګړې اصلي قرباني دی او له د همدې شومې پدیدې له کبله یې له ژونده دوزخ جوړ دی.
اوس چې د سولې په خبرو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او ټول اړخونه دې پایلې ته رسېدلي چې جګړه پوځي حل نه لري، د زور ازمویلو لپاره اړتیا نشته. په کار ده چې ټول د خپلو مشروع او مقعولو غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د مذاکراتو پر مېز چنې ووهي، د دې پر ځای چې د خپلو هېوادوالو د وینې په بیه سیاسي موقف پیاوړی کړي. طالبان، دولت او امریکا درې واړه باید نور د وژنو او وینې بهېدنې دغه بهیر ته د پای ټکی کېږدي او نور د دغه کړېدلي ولس د صبر ازموینه وانخلي.