حکومت له اوږده ځنډ او لانجو وروسته د قطر په غونډه کې د ګډون لپاره د ۲۵۰ کسانو لېست اعلان کړ. په دغه لېست کې د حکومت د سیاسي مخالفینو ترڅنګ، ډېر حکومتي چارواکي او د سولې ضد کسان هم شته. حکومت وايي چې دغه کسان به قطر ته ورځي، خو طالبانو لا هم نه ده منلې چې دوی د حکومت له خوا له خپاره شوي لېست سره موافق دي او له دغو کسانو سره خبرې کوي.
حکومت ولې دغه لېست اعلان کړ او د دې شونتیا شته چې دا کسان به قطر ته ورشي او له طالبانو سره به خبرې وکړي؟
پر حکومت فشار و چې له طالبانو سره د خبرو لپاره دې یو وړ پلاوی وټاکي. زلمي خلیلزاد په خپلو وروستیو مرکو کې ویلي هم وو، چې له حکومته یې شپږ میاشتې وړاندې غوښتي چې پلاوی وټاکي، خو حکومت په شپږو میاشتو کې دغه کار ونه کړ. اوس چې له مسکو وروسته په قطر کې دویمه بین الافغاني غونډه کېږي، نو پر حکومت فشار و چې خپل استازي وټاکي او دغه استازي به د افغانانو په لوی پلاوي کې قطر ته ورځي او له طالبانو سره به خبرې کوي. حکومت د همدې چارې لپاره د مصالحې عالي شورا وټاکله، خو په دې شورا کې هم ستونزې پیدا شوې او بریالي نه شول چې یو پلاوی وټاکي. د قطر غونډې ته دوې ورځې پاتې دي، حکومت د دې لپاره چې د پلاوي د نه ټاکلو له امله ګرم ونه ګڼل شي، نو یو پلاوی یې اعلان کړ. حکومت او هغوی چې پر دې مسایلو پوه دي، درک کوي چې طالبان به دغه لېست رد کړي او خبرې به ورسره ونه کړي؛ خو بیا هم دغه لېست اعلان شو. حکومت غواړي په دې سره وښيي چې دوی پلاوی وټاکه، نو ملامت نه دي، خو دا طالبان وو چې د دوی له خوا اعلان شوی لېست یې رد کړ او ورسره ویې نه کتل.
طبیعي ده چې طالبان به دغه لېست رد کړي او ویل کېږي هم چې له دغه لېسته یوازې له شپېتو کسانو سره توافق لري او نور نه مني. طالبان په څو دلایلو دغه لېست ردوي. لومړی دا چې لېست حکومت اعلان کړ او داسې ښودل کېږي چې ګواکې د سیاستوالو، ګوندونو، مدني ټولنې او نورو برخو استازي هم د حکومت له خوا ټاکل شوي دي. په دې ډول اصلي طرف حکومت دی او دا هغه څه دي چې طالبان یې منلو ته تیار نه دي. دویم دا چې په لېست کې ځینې مهم سیاسي مشران نشته. درېیم دا چې په لېست کې د سولې ضد او جګړه خوښوونکي کسان دي. څلورم دا چې په لېست کې لویه برخه کسان حکومتي دي. پنځم دا چې ډېر حکومتي کسان د ځوانانو، ښځو او مدني ټولنې د استازو په نامه په دغه لېست کې غوره شوي دي. له همدې امله به طالبان دغه لېست رد کړي.
اوس چې ښکاري طالبان د حکومت لېست ردوي، نو د دې شونتیا هم شته چې غونډه وځنډېږي او یا هم لغوه شي؛ خو تر دې دا شونتیا ډېره ده چې غونډه وشي او ګډونوال یې ډېری هغه کسان وي، چې نومونه یې څو ورځې وړاندې په لومړني لېست کې خپاره شوي وو او دغه نومونه قطري پلاوي له ځان سره کابل ته راوړي وو.