د سولې لپاره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ نږدې همکارۍ ته اړتیا ده. دې ګلوبل پسټ امریکایي نشریه په خپله یوه مقاله کې لیکي چې د سولې د خبرو په اړه د امریکا او افغان حکومت ترمنځ هېڅ راز همغږي نشته ده. دغه نشریه په یوه مطلب کې لیکي چې ددایمي سولې لپاره د سولې په برخه کې د افغان حکومت او امریکا ترمنځ نږدې اړیکو او پوره همکارۍ ته اړتیا ده. په مطلب کې راځي سره له دې چې د سولې خبرې مهم پړاو ته رسېدلي دي، خو نه امریکا او نه هم افغان حکومت د سولې له روان بهیر راضي ښکاري. سرچینه کاږي چې که امریکا په رښتیا هم په افغانستان کې دایمي سوله او ثبات غواړي نو باید له افغان حکومت سره له نږدې کار وکړي او په دې توګه په پوره همکارۍ روانه جګړه ختمه کړي او د سولې پروسه یوې پایلې ته ورسوي. ګلوبل پسټ لیکي، چې په روان وضعیت کې د سولې خبرې بریالۍ کېدای نه شي ځکه د افغان حکومت او امریکا ترمنځ همکاري او د نظر یووالی موجود نه دی.




































