د طالبانو ویاند، سهېل شاهین، عرب نیوز ته ویلي ،چي د افغانستان د سیاسي مصالحې لپاره امریکا ته پکار ده چي د خپلو قواوو د ایستلو لپاره تقسیم اوقات اعلان کړي. شاهین ويلي هيله من يو چې په اووم روانډ خبرو کي به ټول مسایل فیصله سي، او یوه موافقه به وشي.
شاهين زياتوي ،«د خارجي عسکرو د ایستلو فیصله باید متحده ایالات وکړي. د خارجي ځواکونو د وتلو موضوع به د اجنډا مهمه برخه وي. کله چي امریکا تقسیم اوقات اعلام کړي، موږ به دا ضمانت ورکړو چي د افغانستان خاوره به بیا د هیچا پر ضد و نه کارول شي.




































