افغان حکومت د پاکستاني پوځيانو د بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی. د راپورونو له مخې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې پاکستان د افغانستان ارضي تمامیت نقض کوي او پر ځینو سیمو توغندي توغوي. سرچینه کاږي په شکایت کې ویل شوي چې پاکستان په دې توګه نړیوال قوانین ماتوي او ملګرو ملتونو په تېره امنیت شورا ته په کار ده چې په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي. پاکستان یو ځل بیا پر کونړ او ځینو نورو سیمو د توغندیو توغول پيل کړي دي. ویل کېږي چې په تېرو څو اونیو کې پاکستان نږدې ۸۰۰ توغوندي، راکټونه او هاوان د کونړ پر ځینو سیمو توغولي دي.





























