په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان له فشارونو او ستونزو سره مخ دي. د بښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او په دې وروستیو دوو کلونو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله اوج ته رسېدلې ده. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي چې د بشري حقونو د فعالینو ژوند هم په افغانستان کې له خطر سره مخ دی. د سرچینې په وینا په افغانستان کې د بشري حقونو فعالین د حکومت او طالبانو له فشارونو سره مخ دي خو بیا هم دوی خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي. د بښنې نړیوال سازمان افغان حکومت د بشري حقونو په برخه کې او همدا راز ددې برخې له فعالینو سره په نه همکارۍ تورن کړی دی. سرچینه کاږي چې ملګري ملتونه او نړیوال بنسټونه دې په افغانستان کې د بشري حقونو اوسني وضعیت ته جدي کتنه وکړي او په اړینو برخو کې دې مرسته او همکاري ډیره کړي.





























