په دایکندي کې یوې ترافیکي پېښې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د دایکندي د ترافیکو مدیر رحمت الله ابراهیمي وايي چې پېښه د مرکز نیلي په مربوطاتو کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځ ته شوې ده. دده په خبره د پېښې له امله څلور کسه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. هه زیاته کړې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او سړکونو خرابوالی تل ددغه ډول پېښو سبب ګرځي. په وژل شوو کې یو ماشوم هم شامل دی.





























