طالبان وایي نن به هم مذاکرات دوام کوي او په پای کې به ولس ته ښه زیری ولري. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، نن هم مذاکرات روان دي او دواړه لوري توافق ته نږدې شوي دي. دده په خبره د مذاکراتو په پای کې به ولس ته ښه زیری ولري. د طالبانو او امریکا ترمنځ نهم پړاو مذاکرات په قطر کې روان دي. ویل کېږي چې دواړه لورو د هوکړې په سر توافق کړی دی او په نږدې راتلونکې کې به په یوه لوی محفل کې لاسلیک کړل شي. ټاکل شوې چې تر نننیو مذاکراتو وروسته زلمی خلیلزاد افغانستان ته راشي او د مذاکراتو معلومات له افغان حکومت سره شریک کړي. افغان حکومت هم ویلي د قطر د مذاکراتو په اړه معلوماتو ته په تمه دي.





























