د برېتانیا سفارت وايي چې حکومت یې په افغانستان کې له رسنیو او مطبوعاتو د ازادۍ د ملاتړ لپاره ۲۵۰ زره پونډه مرسته اعلان کړې ده. ددغه سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له رسنیو ملاتړ د برېتانیا نړیوال لومړیتوب دی او په دې برخه کې به خپل فعالیتونه ډېروي. د سرچینې په وینا په دغه ډول ملاتړ به په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ښه شي او ظرفیتونه به یې لوړ کړل شي. په کابل کې د برېتانیا سفیر د افغان رسنیو فعالیتونه د ستاینې وړ بللي دي خو وایي چې لا هم دلته د خبریالانو او رسنیزو فعالیتونو د کار په لار کې خنډونه پراته دي چې باید لرې کړل شي.





























